نوی میلادې کال به هم له ستونزو ډک کال وي
سلام خان سلام خان

که څه هم لوېديځ چارواکي د افغانستان د جګړې پرمختګ په نوي ۲۰۱۱ میلادی کال کی په مثبت ډول انځوروي، خو په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى سټيفن دميستورا وايي، نوى ميلادي کال به له ستونزو ډک وي. نوموړي تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وويل، زموږ اټکل دا دى چې په افغانستان کې به اوضاع تر ښه کېدو مخکې خرابه شي.

د امريکا او ناټو چارواکي ادعا کوي چې تېر کال د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په وړاندې په جګړه کې څه پرمختګونه لري، د طالب وسلوالو د منځنۍ سطحې پر قوماندانانو بريدونه وشول دغه راز ناټو ځواکونه هم په خپلو چارو کې بريالي بلل کېږي،دناټو ځواکونو ویاند برید جنرال جوزیف بلاټز دتیر کال په ډیسمبر کی وویل

موږ ډاډه يو چې عملي پرمختګونه لرو، ثابته مو کړه چې پرمختګ ممکن دى، موږ به پر طالب وسلوالو خپل فشار ته دوام ورکوو،خو دلاس انجلس ټایمز ورځپاڼه دناټو دویاند ددغی ادعا په اړه  په دی باور ده چی هم دجګړي په ډګر اوهم تر دي ډګر دباندي ځینی داسی پيښی دننه په افغانستان کی وشوي چی دنوی ۲۰۱۱ میلادی کال  لپاره ښه فال نه ګڼل کیږي

مخالفینو د افغانستان په زياتو هغو برخو کې حملې وکړې چې مخکې ارامې سيمې ګڼل کېدې او په دغو سيمو کې مخالفینو د بيارغونې او بشري مرستو په وړاندې خنډونه ايجاد کړل

دغه راز په تیر سپټمبر کې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات چې ګومان کېدل يوه ډيموکراتيکه بېلګه به وي، له لانجو او درغليو سره ملګري شول، دغه راز اداري فساد د افغانستان پرموجوده حکومت نورې هم منګولې ښخې کړې دي او په هرو ځلورو افغانانو کی دری نفره په دولتی ادارو کی ورشوت ورکولو ته دخپلو کارو دحل په مقابل کی ورشوت ورکولو ته مجبور شوي دې

 تېر ميلادي کال د امريکايي او ناټو ځواکونو تلفات تر ټولو لوړې سطحې ته ورسېدل، چې د۷۱۱ زيات بهرني فوځیان او د۸۰۰ په حدود کی افغانی فوځیان په افغانستان کې ووژل شول. د تېر ميلادي کال په لومړيو لسو مياشتو کې د وړم کال د لومړيو لسو مياشتو په پرتله ملکي تلفات په سلو کې ٢٠ زيات وو چی دملګرو ملتونو دیوه راپور پر اساس دتیر میلادی کال په اومړیو لسو میاشتو کی د دحملو او تاوتریخوالی په نتجه کی ۲۴۱۲تنه ملکی خلګ وژل شوي دي

دراپورنو پر اساس دنوی میلادی کال په رارسیدو سره هم وسلوالو طالبانو او هم لوېديځو هېوادونو ژمنه کړې چې په راتلونکو مياشتو کې به خپلې حملې زياتوي، خو متاسفانه دا به ملکي بیګناه افغانان وي چې د افغانستان په زياتو برخو کې به د ځان وژونکو بريدونو او سړک د غاړې ماينونو په چاودنو کې به قرباني کېږي

د تېر ميلادي کال يعنې ٢٠١٠ په لومړيو کې اعلان شوه چې کندهار به د ناټو ځواکونو د ازمېښت ډګر وي، د څو مياشتو تر تېرېدو وروسته ناټو وتوانېده وسلوال طالبان د کندهار د اطرافو له کليدي ولسواليو وباسي او ويې ځپي. خو د ناټو قوماندانانو اعتراف وکړ چې په کندهار کې به د پرمختګونو دوام د راتلونکي ميلادي کال په پسرلي کې معلوم شي او دا هم په دې پورې تړلى دى چې ايا طالبان به وکړاى شي د ژمي پر مهال په خپل دوديز پناه ځاى يعنې پاکستان کې بيا تنظيم او مجهز شي که نه. دا هغه سيمه ده چې په ځمکني لحاظ د ناټو پوځيان ورڅخه ليرې دي.

يوې المانۍ ورځپاڼې د (زوددویچه سایتونګ) دراپور پراساس په افغانستان کې د غرب ستونزو ته په کتو په دې ټينګارکړ ی دې، چې لوېديځ بايد په افغانستان کې خپله ماتې ومني. زوددويچه سايتونگ په يوه تحليل کې ليکي: اړينه ده چې نور غرب په افغانستان کې خپله ماتې ومني. ډېرى المانيان په دې باور دي، چې په افغانستان کې شاتګ تر سبا، نن غوره دى دغی ورځپاڼی همداراز ليکلی دي: اوس لودېځ په دې نظر دى، چې بالاخره يې له دې ننګونې د خلاصون لاره موندلې، او هغه داده چې افغانان بايد دخپل هېواد د امنيت مسوليت په خپله غاړه واخلي البته د امکان ترحده ژر. په دې منځ کې په دې اړه خبرې اترې ترسره شوې، او په پاى کې ٢٠١٤ کال افغان ځواکونو ته د ټول هېواد د امنيت سپارلو نېټه وټاکل شوه. ليکوال د خپلې شننې په يوه بله برخه کې ليکي: هېڅوک نه شى کولاى چې ووايي: په دې وخت کې شرايط دې ته برابر دي چې بهرنيان له دې هېواده ووزي. د افغانستان د جنګ په اړه څېړنې او بيا کتنې دا په ګوته کوي چې تردې مهاله په افغانستان کې د لودېځ ټولې ستراتېژۍ له ننګونو سره مخ دي. واقعتونه تريخه دي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې لودېځ له ټولو پايلو سره خپلې ماتې ته تن ورکړي

د برتانیې صدراعظم ډېوېډ کامرون هم د نوي ۲۰۱۱ میلادی کال په مناسبت په خپل پیغام کې چې د تیری جمعه په ورځ په رسنیو کی  خپور شو، ویلي دې، چې راروان ۲۰۱۱ کال به په افغانستان کې د جګړې لپاره چې زرګونه برتانوي ځواکونه هم برخه په کې لري، یو مهم کال وي،ده همداراز وخپلو سر تیرو ته په خطاب کی وویل،نوی میلادی کال چی دهغه په طرځ کی به آمنیتی چاری په ولایتونو او ولسوالیو کی افغان څواکونو ته وسپارلي شي یو ټا کونکی کال وي

ښاغلی کامرون زیاتوي، څومره چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د امنیت ساتلو وړتیا ترلاسه کوي، برتانوي سرتېرو ته به دا امکان برابر شي چې خپل هېواد ته ستانه شي

 نوموړی دخپل پیام  په طرڅ کی  یو بل ډیر مهم ټکي داهم په ډګه کړي  چي برتانیه په اوس مهال کی په دوو ډګرونو کې په جګړه کې ښکېله ده، له یوې خوا په افغانستان کې چې زرګونه سرتېري یې له طالبانو سره جګړه کوي او له بلې خوا په هېواد کې دننه، د افراطي ډلو د حملو له ګواښ سره مخامخ  ده

د برتانیې صدراعظم په خپل پیغام کې وايي، چې د برتانیې حکومت له څو کلونو راهیسې له هغو ګواښونو څخه خبر دی، چې د نړیوال تروریزم له خوا دې هېواد ته متوجه دي. دی زیاتوي، دا ګواښونه اوس هم شته او تربل هروخت زیات اوس جدي دي.پاي


January 2nd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات